CRI Online

د ايران د دفاع وزير : د وسلو د پير او پلور لپاره چمتو يوو 

cri     (GMT+08:00) 2020-10-20 10:32:17

د ايران د تسنيم خبري اژانس د اکتوبر په ۱۹ مه نېټه د دغه هېواد د دفاغ وزير امير حاتمي په قول خبر ور کړ، چې ايران د وسلو د پير او پلور لپاره چمتو شوی دی. 

ښاغلي امير حاتمي ويلي چې له ځينو هېوادونو سره د وسلو د سوداګرۍ په اړه بحثونه کړي دي. ايران په خپل مټ د ملي دفاع په برخه کې د خپلو اړتياوو د پوره کولو توان لري، نو دغه هېواد به تر ډېره د وسلو پر صادراتو  تمرکز وکړي. ايران د ځمکنيو ځواکونو لپاره د نظامي مهماتو،توپونو، بېړيو، اوبتلونو او بې پيلوټه الوتکو د تخنيک په برخو کې د ليدو وړ برياليتوبونه ترلاسه کړي او د ملي دفاع لپاره يې د توليداتو کيفيت ښه دی او بيه يې معقوله ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای