CRI Online

د شينجيانګ د ملي لږکيو د کار او استخدام راپور خپور شو

cri     (GMT+08:00) 2020-10-20 15:13:12

د لويديځ ځينو فکري ټولنو په دې وروستيو کې د راپورونو په خپرولو سره وويل، چې د چين په شينجيانګ کې ګڼ شمېر وګړي جبري کار کوي، او ځيني لويديځ سياستوال په شينجيانګ کې د تش په نوم د جبري روزګار ادعا په مطرحولو سره په هڅه کې دي. ايا په شينجينګ کې دغه وضعيت شتون لري؟ د شينجيانګ د پرمختګ څېړنيز مرکز اړوندو کارپوهانو ته بلنه ورکړې څو د شينجيانګ د ملي لږکيو د کار او استخدام د وضعيت په اړه پلټنې تر سره کړي.

څېړنيزې ډلې د شينجينانګ له ئيلي، قاراماي، کاشغر، ختن، قزيلسو، ياقسو او شخنزه، د بېجينګ او تيان جين د څه باندې ۷۰ تصديو، کرنيزو همکاريزو ټولنو او شخصي شرکتونو څخه ليدنې کړې او د ليدنو په ترڅ کې يې د تصديو د اداره کوونکو، کارکوونکو، د شخصي شرکتونو د خاوندانو او د ملي لږکيو په شمول له ۸۰۰ تنو سره خبري ناستې تر سره کړې، له ۲۰۱۶ کال څخه راپدېخوا ۲۶ خپاره شوي حکومتي سندونه او له ۲۰۰۵ کال راهيسې ۴۸ خپاره شوي تېزسونه يې څېړلي دي. د تر لاسه شويو معلوماتو او څېړنو له مخې دا ښيي چې د شيجيانګ او د چين د نورو ولايتونو او ښارونو د بېلا بېلو کچو ادارو او اړوندو تصديو په فعاله توګه د کار او استخدام په چارو کې د شينجيانګ له ملي لږکيو سره مرستې کړې او د ځايي بېلا بېلو قومونو د خلکو د کار حق او د پرمختګ حق يې ساتلی دی، د بېلا بېلو قومونو خلک په خپله اراده او خوښۍ کار کوي او د خپلو دندو ازاد انتخاب کوي او يا خپلې چارې جوړوي، نو په شينجيانګ کې په لويه پيمانه جبري کار ادعاوې ناسمې دي. د لويديځو فکري ټولنو ځينې نظريې مناسبې نه دي او د دوی استدلال او تحليل علمي نه دی.

څېړنيزې ډلې د شينجيانګ د انساني سرچينو او ټولنيز ضمانت له ادارې سره په ناسته کې دا معلومات تر لاسه کړي چې له تېرو څو کلونو راهيسې د شينجيانګ په جنوبي څلورو ښارونو کې بېلا بېلو صنعتي چارو چټک پرمختګ کړی، خو د دندو د برابرولو په برخه کې د ځايي خلکو اړتياوې نه شي پوره کولی، نو زياتېدوونکي وزګار کسان غواړي د شينجيانګ شمالي ښارونو او يا نورو ولايتونو او ښارونو ته ځي، تر څو لا لوړ عايدات او د کار او ژوند لا ښه چاپيريال تر لاسه کړي.

نوموړې ډلې د شينجيانګ د ملي لږکيو له خلکو سره په خبرو کې په دې اړه ژور احساس کړی چې دغه کسان د دندو د ضمانت په برخه کې د حکومت مرستې ته تمه لري. په کاشغر او ختن کې د ملي لږکيو له ۲۰۰ بزګرانو څخه شوې پوښتنې د دې ښودنه کوي چې، زياتره ځايي بزګران هيله لري چې ځايي حکومتي ادارې د دندو د ترتيباتو په برخه کې له خلکو سره مرستې وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای