CRI Online

امريکا غواړي د وسلو کنټرول په اړه د دواړو لوريو د تاييد وړ تړون په هکله له روسيې سره خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-21 12:32:51
امريکا غواړي د وسلو کنټرول په اړه د دواړو لوريو د تاييد وړ تړون په هکله له روسيې سره خبرې اترې وکړي

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر په ۲۰مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، امريکا د ذروي وسلو کنټرول په برخه کې د روسيې اميد ومانه او چمتو ده چې له روسيې سره د وسلو کنټرول په اړه د دواړو لوريو د تاييد وړ تړون په هکله خبرې اترې وکړي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د همدې ورځې لا له وړاندې د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، روسيې وړانديز کړی چې د ستراتيژيکو وسلو د کمښت په اړه د نوي تړون د نافذېدو موده لږ تر لږه يو کال نور وغځېږي، خو تر اوسه يې د امريکا له ځواب نه دی تر لاسه کړی. که امريکا دغه وړانديز ومني، نو دواړه خواوې د ياد تړون د غځېدو په وخت کې په راتلونکی کې د ذروي وسلو د کنټرول په هکله خبرې اترې کولای شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای