CRI Online

په چين کې پر کابو ۶۰ زره داوطلبانو د کوويد-۱۹ ضد واکسين ازمويل شوی او کمه منفي اغېزه يې درلودلې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-21 12:36:39
په چين کې پر کابو ۶۰ زره داوطلبانو د کوويد-۱۹ ضد واکسين ازمويل شوی او کمه منفي اغېزه يې درلودلې

د چين د علمي تکنالوژۍ وزارت د ټولنيز پرمختګ د علمي ادارې مرستيال تيان باو ګوه د اکتوبر په ۲۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، اوس په چين کې د کوويد-۱۹ ضد څلور ډوله واکسينونه شتون لري چې د درېيمې دورې کلينکي څېړنې په حال کې دي، تر اوسه پورې پر کابو ۶۰ زره داوطلبانو دغه واکسينونه ازمويل شوي او کمه منفي اغېزه يې درلودلې

د درېيمې دورې کلينکي څېړنې نتيجه د ويروس ضد د واکسين اغېزې د تاييد په اړه نړيوال معيار دی. ښاغلي تيان باو ګوه وويل، هر ډول واکسين هم د کلنيکي څېړنې او هم د لويې پيمانې کارونې په تړاو کې ښايي منفي اغېزه رامنځته شي. تر اوسه د يادو ۴ واکسينونو په کلنيکي څېړنو کې رامنځته شوې منفي اغېزه کمه ده. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای