د چین د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۰مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، اوس په نړۍ کې ځيني هېوادونه د پورونو له ستونزو سره مخ دي، د امريکا په شمول ځيني پرمختیايي هېوادونه عمده پور ورکوونکي دي، چين د دغو هېوادونو په پورونو کې رول نه لري.
د امريکا د وارداتو او صادراتو بانک مشر کيمبرلی ريد د اکتوبر په ۱۷مه نېټه د يوې مقالې په خپرولو سره د پوهنې ماکيت د کارونې او د اسهامو بازار د معاملو په برخو کې پر چين ډېر تورونه لګولي. د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير کيټ کراچي ور پسې په ټويټر پاڼه کې ياده مقاله هم خپره کړه او و يې ليکل چې د چين د کمونيست ګوند د ښې سوداګرۍ شعار واقعي نه دی. جاو لي جيان په ياده خبري ناسته کې وويل، د دغو امريکايي سياستوالو ويناوې ټولې بې اساسه دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |