د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۱مه نېته په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې امريکا بايد په څرګندې، رڼې او مسؤلانه رويې سره د نړيوالې ټولنې اندېښنې ته پاملرنه وکړي، د بيولوژيکي وسلو د ممنوعيت تړون دې په جدي توګه پلی کړي، له خپل هېواده بهر دې د دوی بيولوژيکي پوځي فعاليتونه په ډاګه کړي او د بيولوژيکي وسلو د پلټنې پروتوکول د لاسليک مخنيوی دې و نه کړي.
د خبر له مخې، د روسيې د فدرالي امنيتي کمېټې مرستيال ديميتري مېدويديف د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه څرګنده کړه چې د خپلواکو هېوادونو اتحاديې د غړو په بيولوژيکي لابراتورونو کې د امريکا څېړنيز کارونه اوس د زياتې پاملرنې سبب شوي دي. امريکا نه يوازې په يادو هېوادونو، بلکې د نړۍ په مختلفو ځايونو کې د لا زياتو لابراتورونو د جوړولو په هڅه کې ده. خو هېڅوک نه پوهېږي چې داسې څېړنې په څه موخه دي. دا د نړيوالې ټولنې او ځينو نړيوالو سازمانونو له اړوندو مقرارتو څخه سرغړونه ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |