CRI Online

چين له پاکستان سره د اقتصادي دهليز له ابادۍ څخه ټينګ ملاتړ کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-22 09:41:35

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۱مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې چين له پاکستان سره د اقتصادي دهليز له ابادۍ څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي له پاکستان سره په ګډو هڅو پر شته پروژو برسېره د خلکو ژوند، ټولنيزو چارو او کرنې په شمول برخو کې خپلمنځي همکارۍ لا ژورې کړي څو دغه دهليز د يو کمربند او يوې لارې باکيفيته نمونه وګرځي او د دواړو هېوادونو او خلکو ته زياتې ګټې ورسوي.

نوموړي وويل چې چين او پاکستان د سلامشورې پر بنسټ درېيمې خوا ته د دغه دهليز پر غځېدلو بحث کوي. د بېلګې په توګه، د روان کال له لومړۍ نيمايي څخه د ګوادر بندر له لارې افغانستان ته د غنمو، بورې او کيمياوي سرې په لېږل پيل شوي چې تر اوسه نژدې ۲۰ زره ټنه لېږدول شوي او کابو زر استخدامي فرصتونه برابر شوي دي.

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای