د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د برېتيانيا د صدر اعظم ماڼې د اکتوبر په ۲۱مه نېټه اعلان وکړ چې د برېتانيا او اروپايي ټولنې ترمنځ د راتلونکو اړيکو په اړه خبرې اترې به د روانې مياشتې په ۲۲مه نېټه بيا پيل شي، خو د يو تړون د نه لاسليک شونتيا شته.
د برېتانيا د صدراعظم ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې برېتانيا د يادو خبرو اترو د بيا پيلېدو لپاره چمتوالی نيولی دی. دواړو خواوو د خبرو اترو يو لړ اصول ټاکلي دي. د لومړي پړاو خبرې اترې به د دغې مياشتې له ۲۲مې نه تر ۲۵مې نېټې پورې په لنډن کې تر سره شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |