نړيوال اقتصادي فورم د اکتوبر په ۲۱مه نېټه د ۲۰۲۰ کال د راتلونکي استخدامي بازار په اړه رپوټ خپور کړ چې له مخې يې د کرونا وبا له امله رامنځته شوی اقتصادي شاتګ او مخ په چټکېدو د اتوماتيکي بهير په استخدامي بازار کې د اصلاحاتو د ژر پرمختګ سبب شوی دی.
د دغه رپوټ له مخې، تر ۲۰۲۵ کال پورې به د اتوماتيکي بهير او ماشينونو له امله د کار نوی ويش به د ټولې نړۍ د ۱۵ ډولو چارو په ۸۵مليونو دندو اغېزه وکړي او د اتوماتيک او ډيجټلي بهير په اثر د ډېټا دننه ريکاډولو، حسابونې او اداري خدماتو په شمول چارو کې د کارګرو اړتياوې اوس د کمېدو په حال کې دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |