CRI Online

په م م کې د ايراني پلاوي وياند: د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې د لاس لرلو نيت نه لرو.

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 09:44:05

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د ايراني پلاوي وياند علي رضا ميريوسفي د اکتوبر د ۲۱مې نېټې په شپه رسنيو ته د ايمېل په استولو سره دغه خبرې ردې کړې چې ګواکې ايران غواړي د امريکا په ولسمشريزو ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او پر دې يې ټينګار وکړ چې ايران دغه نيت نه لري. 

هغه په خپل ايمېل کې څرګنده کړه، ايران له امريکا سره توپير لري او د نورو هېوادونو په ټاکنو کې به مداخله و نه کړي. ياد تورونه بيخي بې بنسټه دي چې يوازې پر دغو ټاکنو د امريکايانو باور کمېږي. امريکا بايد د ايران په مقابل کې له خبل بد نيت او بې دليله تور څخه لاس واخلي. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای