CRI Online

حريري يو ځل بيا د لبنان د صدر اعظم په توګه وټاکل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 09:45:01

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د لبنان ولسمشر ميشل اوون د اکتوبر په ۲۲مه نېټه پخوانی صدر اعظم سعد حريري د نوي صدر اعظم په توګه وټاکه او هغه ته يې د کابينې د جوړولو صلاحيت ورکړ. 

ميشل اوون په همدې ورځ په پارلمان کې د بېلا بېلو ګوندونو له غړيو سره د نوي صدر اعظم د ټاکلو په اړه سلامشورې وکړې. سعد حريري د پارلمان د ۶۵ غړو ملاتړ لاسته راوړ او د نوي صدر اعظم په توګه وټاکل شو. 

سعد حريري ورپسې په يوه خبري ناسته کې هيله وښوده چې ژر نوی حکومت جوړ کړي او لازم اصلاحات تر سره کړي. هغه له لبنانيانو سره ژمنه وکړه چې د افتصادي شاتګ د مخنيوي او د سترې چاودنې وروسته د بېروت د بیا رغونې لپاره به هڅې وکړي. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای