CRI Online

چين له امريکا پر تايوان د وسلو پلورلو د پلان د لغوه کولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 09:48:04

د سينهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د دفاع وزارت وياند تان که فی د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه د دغه وزارت په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چين د امريکا له هغه پلان سره چې پر تايوان د وسلو پلورل غواړي ټينګ مخالفت کوي او ورڅخه غوښتنه کوي چې سمدستي دغه پلان لغوه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د امريکا د دفاع وزارت د ملي امنيت د همکاريو رياست د روانې میاشتې په ۲۱ مه نېټه خبر ور کړ چې د امريکا د بهرنیو چارو وزارت پر تایوان د يو ميليارډ او ۸۰۰ ميلیونو ډالرو په ارزښت د وسلو پلورلو پلان منظور کړ.

د چين د دفاع وزارت وياند تان که فی پدې اړه وويل چې امريکا د يو چين د پېژندنې او  د چين او امريکا ترمنځ د دريو ګډو اعلاميو له اصولو څخه ښکاره سرغړونه کړې، د چين په کورنيو چارو کې يې ډېره مداخله کړې، د چين د ملي حاکميت او امنيت ګټې يې سختې زيانمنې کړې او د دواړو هېوادونو پوځي اړيکې او د تايوان تنګي سوله او ثبات يې ډېر خراب کړی او چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای