CRI Online

امریکا ۶ چيني رسنۍ د بهرنیو ډيپلوماتيکو پلاويو په نوملړ کې اضافه کړي او چین له دې اقدام سره ټينګ مخالفت څرګند کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 09:51:05

امریکا د اکتوبر په ۲۱ مه نېټه اعلان وکړ چې ۶ چيني خبري رسنۍ يې د بهرنيو ډيپلوماتيکو پلاويو په نوملړ کې اضافه کړي دي. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه د دې وزارت په مطبوعاتي غونډه کې د امریکا دغه کړنه په دې هېواد کې پر چيني رسنيو او خبريالانو نوی سياسي بريد او بد اقدام وباله او ورسره يې ټينګ مخالفت څرګند کړ.

جاو لي جيان په خپلو خبرو کې وويل چې د امريکا حکومت پدې وروستيو کلونو کې په دې هېواد کې د ميشتو چيني خبري رسنيو پر فعاليتونو او کارکوونکو بې دليله محدوديتونه لګولي او پر وړاندې يې له تبعيض کار اخيستی او سياسي بريدونه يې لاپسې کلک کړي دي. چين له امريکا څخه غوښتنه کوي چې خپله تېروتنه سمه کړي او پر چيني خبري رسنيو يې سياسي بريدونه او بې دليله محدوديتونه بند کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای