CRI Online

چين تل وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو دواړه خواوې دې نه په جنګي ميدان کې، بلکې د ميز تر څنګ خپلمنځي توپيرونه ليرې کړي.

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 09:54:13

دا چې د بين الافغاني مذاکراتو له پيل نه تر اوسه څه باندې يوه مياشت تېر شوی، دواړه خواوې لا تر اوسه په مهمو مسئلو کې موافقې ته نه دي رسېدلي، خو جګړه د پخوا په پرتله لا زياته شوې. د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۲مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه څرګنده کړه، چين تل وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو دواړه خواوې دې نه په جنګي ميدان کې، بلکې د ميز پر سر خپلمنځي توپيرونه ليرې کړي. چين هيله لري چې دواړه خواوې ملي ګټو ته په پام کې نيولو سره له اوسني فرصت څخه ګټې واخلي، خپلمنخي توپيرونه ليرې کړي، تر وسې پورې دې کوښښ وکړي چې زياتې موافقې تر لاسه کړي، پر خپلې ارادې ټينګار وکړي، يو بل ته پوره صميميت وښيي، صبر او زغم دې وساتي او ژر ښه پايه ومومي.

نوموړي په دې اړه وويل، امريکا چې د افغانستان د روانې ستونزې تر ټولو لوی عامل دی، بايد په منظمه او مسؤلانه توګه له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه وباسي، د افغانستان په دننه کې دې د تاوتريخوالي رامنځته کېدو مخنيوی وکړي او د روانو مذاکراتو لپاره دې ښه فضا برابره کړي. هېڅوک نشي کولای چې د خپلو ګټو د تر لاسه کولو په موخه د افغانستان د سولې بهير خراب کړي. د افغانستان د امنيت او ثبات ساتل په دغه هېواد کې د سولې او بيا رغونې لپاره مهم مخکنی شرط دی. د افغانستان مسئله پېچلې ده او حل يې ډېر ستونزمن دی. نو ځکه بايد مختلفې خواوې پر يو لوري ګډ ګامونه پورته کړي او ګډ کوښښونه دې وکړي.

هغه زياته کړه: چين دا نظر لري چې د امريکا په شمول نړيواله ټولنه دې د بين الافغاني مذاکراتو لپاره رغنده رول ولوبوي.

( سپوږمۍ)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای