د چين رهبر شي جين پینګ د اکتوبر په ۲۲ مه نېټه وويل چې د چين د ديارلسم پنځه کلن پلان د عملي کېدو په موده کې د دغه هېواد اقتصاد، ساينس او تکنالوژۍ او عمومي قوت ډېر پرمختګ کړی او نوی پړاو ته داخل شوی دی.
شي جين پينګ په همدې ورځ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو د غونډې مشري وکړه او پکې يې د دې هېواد د ديارلسم پنځه کلن پلان د ترسره کېدو په اړه معلومات ترلاسه کړل. نوموړي په خپله وينا کې پر دې ټينګار وکړ چې د چين ديارلسم پنځه کلن پلان په سالمه توګه پلی شوی او د پلي کېدو په بهير کې یې د چين د اقتصاد جوړښت اصلاح شوی، د کرنيزو چارو د عصري کېدو او د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې د ليدو وړ لاسته راوړنې لري،د هېواد ايکلوژيکي چاپيريال ډېر ښه شوی، د هېواد د بېلاپېلو چارو د هراړخيزو اصلاحاتو په برخه کې مهم پرمتختګونه ترلاسه شوی او د ورخلاصون کچه يې لوړه شوې ده، دغه راز د يو کمربند او يوې لارې په جوړولو کې ډېرې لاسته راوړنې لري، د خلکو د ژوند سويه لوړه شوې او د هېواد اداري سيستم او وړتيا هم په چټکۍ سره د بشپړېدو او لوړېدو په حال کې ده. د يادونې وړ دا ده چې د ياد پلان د ترسره کېدو په بهير کې د چين د کمونېست ګوند د رهبرۍ او د دې هېواد سوسياليستي نظام غوره والی څرګند شوی دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |