CRI Online

تېر کال په چين کې د مصنوعي ځيرکتيا په اړه د امتيازي حق غوښتنليکونو شمېر له ۳۰ زرو څخه اوړلی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 10:32:33

د چين د نوي نسل مصنوعي ځيرکتيا چارو د پرمختګ په اړه د ۲۰۲۰ کال رپوټ له مخې چې د اکتوبر په ۲۲مه نېټه د روان کال د پو جيانګ نوښتي فورم په يوه خبري ناسته کې خپور شو، په ۲۰۱۹ کال کې چين کې د مصنوعي ځيرکتيا په اړه ۲۸ زره او ۷سوه تېزيسونه خپاره شوي او د اړوندو امنتيازي حقونو د غوښتنليکونو شمېر له ۳۰ زرو څخه اړولی چې د وړم کال په پرتله ۵۲.۴٪ زيات شوی دی.

(سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای