CRI Online

شي جين پينګ: پخوانيو انقلابيانو او قربانيانو ته دې درناوی وکړو

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 11:02:36

د امريکا ضد له کوريا څخه د چين د ملاتړ جګړې د ۷۰مې کليزې يادغونډه د اکتوبر په ۲۳مه نېټه په بېجينګ کې تر سره شوه. د چين لوی رهبر په دغه غونډه کې څرګنده کړه چې موږ تل د نړيوال عدالت، نړيوالې سولې او نوي چين د ساتلو لپاره د پخوانيو انقلابيانو ستر خدمتونه او د امريکا ضد له کوريا څخه د چين د ملاتړ جګړه کې بې شمېره قربانيان په ياد ساتي.

شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون، دولتي شورا او مرکزي پوځي کمېټې په استازيتوب تقاعد شويو چيني داوطلب وپوځيانو ته سلامونه واستول، د نړۍ د ټولو سوله دوستو هېوادونو او خلکو له ملاتړ څخه يې مننه څرګنده کړه او د چينايانو او کوريايانو ترمنځ د دوستۍ لوړه ارزونه يې وکړه.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای