د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې د امريکا ضد له کوریا څخه د چين د ملاتړ جګړې د ۷۰ مې کليزې يادغونډه ترسره شوه او د دغه هېواد مشر شي جين پينګ پکې ګډون او وينا وکړه.
د ۱۹۵۰ کال په جون مياشت کې کوريا کې کورنۍ جګړه پيل شوه، امريکا له دې فرصته په کار اخيستلو کوريا ته ځواکونه واستاول او پر دې هېواد يې يرغل پيل کړ. امریکايي ځواکونو پر کوريا د ير غل په بهير کې د چین د حکومت له مخالفت سره سره بيا هم له پوځي کرښې څخه په تېرېدو د جګړې لمن د چین او کوريا ترمنځ پولې ته پراخه کړه او آن د چين پر شمال ختيځې سرحدي سيمې يې بمبارۍ وکړې. چين د ۱۹۵۰ کال په اکتوبر کې د کوريا په غوښتنې له دې هېواد سره د مرستې لپاره ځواکونه واستول.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |