CRI Online

شي جين پينګ: د امريکا ضد له کوريا څخه د چين ملاتړ جګړه کې برياليتوب چین ته سوله او ارامتيا راوړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-23 11:22:27
شي جين پينګ: د امريکا ضد له کوريا څخه د چين ملاتړ جګړه کې برياليتوب چین ته سوله او ارامتيا راوړه

د چين مشر شي جين پينګ د اکتوبر په ۲۳مه نېټه وويل، د امريکا ضد له کوريا څخه د چين ملاتړ جګړه کې برياليتوب په چين کې د پرمختګ او سمسورتيا د عملي کېدو لپاره ستر اهميت درلوده. چينايانو د چين د ولسي جمهوريت د جوړېدو په لومړيو ورځو کې د نوي نظام د خرابولو په اړه د تېري کوونکو نيت ته ماته ورکړه او خپل هېواد ته يې سوله او ارامتيا ورسوله.

نوموړي وويل، په ياده جګړه کې د زورزياتي او تېري پر وړاندې د چینايانو نه وېرېدونکی ټينګ هوډ ښکارېده ، د نوي چين مقام بنسټ يې کېښود او د نړيوالې سولې د ساتلو په اړه يې خپله کلکه اراده څرګنده کړه. دا يو واقعيت دی چې د يو هېواد پوځونه هر څومره پياوړي وي، که پر نورو تېری وکړي او زورواکه غوښتنه غوره کړي، نو هرومرو ناکامېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای