CRI Online

د امریکا د نيويارک ايالت والي د کورونا وبا ضد له امريکا سره د چين له مرستو څخه مننه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-24 10:43:26

د امريکا د نيويارک ايالت والي انډرو کومو په خپل نوی کتاب (د امريکا بحران) کې د کورونا وبا پر وړاندې په مبارزه کې د چين بريا وستايله او د امریکا د اړتيا په وخت کې د چين له مرستو څخه يې مننه وکړه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د دې وزارت په نوبتي مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه وويل چې دا د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې په بهير کې د چينايانو او امریکايانو ترمنځ متقابلې مرستې انعکاسوي. نوموړي زياته کړه چې چين او امريکا دې يو موټي شي او د دې مبارزې لپاره دې ګډې هڅې وکړي، چين د زړه له کومې هيله لري چې امریکا ژرترژره دغه وبا کنټرول کړي، چين به پدې برخه کې له امريکا سره مرستو ته دوام ورکړي.

د چين د ګمرکونو ادارې شمېرنه ښيي چې د روان کال د مارچ له لومړۍ نېټې څخه د اکتوبر تر ۱۸ مې نېټې پورې له چين څخه امريکا ته ۳۷ ميليارډه او ۷۰۰ ميليونه ماسکونه،۷۴۰ ميليونه جوړه د جراحي دستکشونه، ۵۶۰ ميليونه محافظتي جامې، ۴۱ ميليونه ۵۴۰ زره محافظتي عينکې او د تنفس ۱۱ زره او ۷۰۱ ماشينونه صادر شوي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای