CRI Online

د چین د بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد پر کمونېست ګوند د مايک پومپيو تورونه رد کړل

cri     (GMT+08:00) 2020-10-24 10:43:16

د چين د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۳ مه نېټه د دې وزارت په مطبوعاتي غونډه کې څرګنده کړه چې که څه هم د چين پر کمونېست ګوند د ځينو بهرنيو سياستوالو لفظي بريدونه دوام لري، خو دغه بريدونه به د چين له کمونېست ګوند او حکومت څخه د چينايانو د لاټينګ ملاتړ سبب وګرځي.

نوموړي زياته کړه چې څه موده مخکې د چين د کمونېست ګوند د جوړېدو د ۹۹ مې کليزې په درشل کې د څه باندې ۱۰۰ هېوادونو سياسي ګوندونو چين ته د مبارکۍ پيغامونه واستول. ډېر بهرنيان پدې اند دي چې چين د کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د نړۍ د پرمختګ لپاره مهم خدمتونه کړي دي. ځيني امريکايي سياستوال دې په دقت او زړورتوب سره د نړيوالې ټولنې اوازونه واوري او په سمه توګه دې د چين کمونېست ګوند ته وګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای