CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت: د شينجيانګ د لږکيو قومونو د اوسيدونکو د کارونو د څيړنې راپور د باوري معلوماتو، شميرنو او حقيقتونو پر بنسټ وړاندی شوی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-24 11:10:18

د شينجيانګ د پرمختګ د څيړنې مرکز په دې وروستۍ موده کې د شينجيانګ له بېلا بېلو ځايونو څخه د ليدنو او څيړنو له لارې په شينجيانګ کې د لږکيو قومونو وګړو د کارونو د څيړنې راپور چمتو کړی دی. د دغه راپور له مخې په دغې سيمې کې د لږکيو قومونو وګړو په خپله خوښه په خپلواکه او ازاده توګه کارونه تر سره کوي. په دې هکله د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۳مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې دغه راپور په شينجيانګ کې د لږکيو قومونو وګړو د کارونو واقعي حالت ښکاره کوي او د باوري معلوماتو، شميرنو او حقيقتونو پر بنسټ ليکل شوی.

جاو لي جيان دېته اشاره وکړه چې دغه راپور د چين پر ضد د ځينو کسانو لخوا د بد نيت لرونکو د غير حقيقي جعلي خبرو د بې بنسټه راپورونو ځواب ورکوي او د هغو خبرو ځواب دی چې د تش په نامه په شينجيانګ کې د لږکيو قومونو په وګړو باندې په زور سره کار کوي. هيله او باور لري چې د نړيوالې ټولنې لا زيات کسان به د حقيقتونو او رښتياوو په خوا کې ودريږي او دروغ او پروپاګند به رد کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای