CRI Online

د روغتيا نړيوال سازمان: د کوويد-۱۹ وبا اوس په يوه کيليدي شيبه کې ده

cri     (GMT+08:00) 2020-10-24 15:16:18

 

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تيدروس د اکتوبر په ۲۳مه نېټه وويل چې په ټولې نړۍ کې په تيره بيا د شمالي خوا په هيوادونو کې د کوويد-۱۹ وبا اوس په يوه کيليدي شيبه کې ده او په راتلونکو څو مياشتو کې به ډېر مشکلات وي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل چې ژمی نه دی راسيدلی، خو په زياتو هيوادونو کې د کوويد-۱۹ مثبتې پيښې د څو برابره زياتېدو په حال کې دي. هغه له اړوندو هيوادونو څخه غوښتنه وکړه چې سمدستي هراړخيز تدبيرونه ونيسي تر څو د دغې ناروغۍ له امله د مړينې پيښې کمې کړي او د بنسټيز طبي سيستم د خرابولو او د ښوونځيو د بيا تړلو مخه ونيسي.

د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۳مه نېټه د يوې شميرنې په خپرولو سره ښکاره کړه چې په ټوله نړۍ کې د کوويد-۱۹ پر ناروغۍ د اخته شويو کسانو شمېر له ۴۱ مليونو ۵ لکو ۷۰ زرو څخه زيات شوی چې په امريکا کې يې له ۱۹ مليونه ۱لکو ۷۰ زرو څخه او په اروپا کې يې له ۸ مليونه او ۸لکو څخه زيات شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای