CRI Online

په کابل کې د يوه ځانمرګي بريد له امله ۱۱ تنه وژل شوي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-25 10:46:00

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان پوليسو د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د همدې ورځې له غرمې وروسته د کابل په يو ښوونيز مرکز کې يو ځانمرګي بريد وشو چې له امله يې د بريدګر په شمول ۱۱ تنه وژل شوي او ۲۰ تنه ټپيان دي.

د کابل د پوليسو امنيه قومندانۍ وياند خبريال ته وويل، چې پر ځايي وخت د همدې ورځې له غرمې وروسته په شاو خوا ۴ نيمو بجو يو بريدګر په دغه ښار کې د کوثر دانش په نوم يو شخصي ښوونيز مرکز په وړاندې په ځان پورې تړلي بمونو ته چاودنه ورکړه.

تر اوسه پورې هيڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای