CRI Online

د چين د وارداتوا و صادراتو د ۱۲۸مې دورې انلاين نندارتون پای ته ورسېد

cri     (GMT+08:00) 2020-10-25 10:58:04

د چين د وارداتو او صادراتو د ۱۲۸مې دورې نندارتون د اکتوبر په ۲۴مه نېټه پای ته ورسېد. دغه نندارتون د انټرنيټ په شبکه کې تر سره شوی او د ۲۲۶ هېوادونو او سيمو سوداګرو د نندارتون په رسمي ويپپاڼه کې نومونه ثبت کړي چې د برخوالو سوداګرو شمېر يې د تېرو دورو په پرتله لوړ دی.

د نوموړي نندارتون وياند شو بين وويل، چې د نژدې ۲۶ زرو تصديو تر ۲ مليونه او ۴۷۰ زرو سوداګريز توکي د دغه نندارتون په ويبپاڼه کې نندارې ته وړاندې شوي چې له دې جملې څخه ۷۳۰ زره نوي سوداګريز توکي دي او دغه رقم د تېرې دورې په پرتله ۱۳۰ زره زياتوالی ښيي. زياتو تصديو د تکنالوژۍ د څېړنې، د مشتريانو له غوښتنو سره سم د توليداتو د طرحه او توليد، د سوداګريزو مارکونو د پرمختګ او د نوښت په برخو کې ډېرې هڅې کړې، له دې څخه ښکاريږي چې چين د بهرنۍ سوداګرۍ په برخه کې له ستونزو سره سره د کوښښونو او ورخلاصون ټينګه اراده او توان لري او اړوندو چيني تصديو د نوښت او پرمختګ په لاره کې برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای