CRI Online

د اکتوبر په ۲۴مه نېټه په چين کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کېدنې ۱۵ پېښې ثبت شوې چې دغه کسان ټول له بهر څخه چين ته راغلي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-25 11:01:58

د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د چين په ۳۱ ولايتونو، کورواکو سيمو او ښارونو او د شينجيانګ د توليد او جوړونې په يونيټونو کې پر کوويډ-۱۹ ويروس د اخته کېدنې تازه ۱۵ پېښې او يوه شکمنه پېښه ثبت شوې چې دغه کسان ټول له بهر څخه چين ته راغلي دي، د دغه ويروس له امله د مړينې زياتوالی نه دی رامنځته شوی.

په همدې ورځ په چين کې پر دغه ويروس ۱۵ اخته کسان تر درملنې وروسته له روغتونونو څخه رخصت شوي او د ۸۸۶ تنو طبي څار پای ته رسېدلی دی. د سختو ناروغانو شمېر د تېرې ورځې په پرتله نه دی زيات شوی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای