CRI Online

په چين کې د شپې اقتصاد او ډيجټلي اقتصاد ترمنځ پيوستون او پرمختګ د چټکېدو په حال کې دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-25 14:55:00

د ۲۰۲۰ کال د چين د شپني اقتصاد فورم د چين په نان جينګ ښار کې پرانيستل شو. د سينهوا اژانس خبريال له دغه فورم څخه معلومات تر لاسه کړي چې د ډيجټلي تکنالوژۍ په وسيله د بېلا بېلو برخو او چارو پرمختيايي شکلونه د بدلون په حال کې دي. د شپني اقتصاد او ډيجټلي اقتصاد يو له بل څخه ګټې اخيستي او يو بل ته يې خوځنده ځواک ورکړی.

د چين د کلتور او سيلانۍ وزارت د ګوندي ډلې غړي وانګ شياو فنګ د نوموړي فورم په پرانيستونکو مراسمو کې په خپله وينا کې وويل، چې د شپني اقتصاد د کورني اقتصادي دوران د هڅولو لپاره يوه مهمه برخه ده. په شپه کې د سوداګريزو چارو او بازارونو د سمسورتيا او په شپه کې د کلتوري او سيلانيزو چارو د پرمختګ لپاره دې هڅې وشي. تر ۲۰۲۲ کال پورې به په چين کې د هېواد په کچه تر ۲۰۰ زيات د کلتوري او سيلانيزو چارو شپني بازارونه جوړ شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای