CRI Online

د چين په اړه امريکايي کارپوه روبيرټ لورنس کوين د چين د بشري حقونو د ساتلو په برخه کې د چين د پرمختګونو په هکله خپل نظر شريک کړ

cri     (GMT+08:00) 2020-10-25 15:12:49

په نوې زمانه کې د شخصي معلوماتو خونديتوب د بشري حقونو د پرمختګ په برخه کې د چين بله پرمختيايي برخه او لاسته راوړنه ده.د چين په اړه امريکايي کارپوه روبيرټ لورنس کوين په دې اند دی، که په رښتيا د لويديځو هېواهېوادونو خلک غواړي چې چين ښه وپېژني، بايد د چين د بشري حقونو د چارو د پرمختګونو په باب معلومات تر لاسه کړي.

د روان کال د اکتوبر په مياشت کې د م م په عمومي اسامبلهې کې د جرمني، امريکا، بريټانيا او جاپان په شمول ځينو هېوادونو د شينجيانګ او هانکانګ په هکله پر چين تور لګولی، خو ډېرو افريقايي، اسيايي او عربي هېوادونو د ملي حاکميت،امنيت او د ملي وحدت د ساتلو لپاره د چين له کوښښونو څخه ملاتړ څرګند کړ.نو ولی د چين د بشري حقونو په هکله د نظريو ترمنځ توپيرونه دومره ډېر دي؟ کوين په دې اند دی چې که لويديځ هېوادونه غواړي چې چين ښه وپېژني ، نو بايد د بشري حقونو د يادولو په وخت کې لومړی د چين او لويديځو هېوادونو ترمنځ توپيزونه وپېژني. د بېلګې په توګه د چين حکومت > په ۲۰۱۹ کال کې د خلکو د نيکمرغه ژوند لپاره کوښښونه: يعنې په نوي چين کې د بشري حقونو چارو د ۷۰ کلن پرمختګ < سپين کتاب خپور کړ. په دې راپور کې راغلي چې په چين کې بشري حقونه بايد تأمين شي او د چين حکومت بايد د غلودانو د ډاډمنتيا، د طبي او ښوونيزې سويې د لوړوالي، د بې وزلۍ د له منځه وړلو، د څښاک اوبو د ډاډمنتيا، د کورونو د ژوند د تأمينولو، په تشنابونو کې د پاک او روغتيا ساتنې او د ژوند سويې د لوړوالي لپاره لازياتې هڅې وکړي. خو لويديځه نړۍ دا نظر لري چې که بشري حقونه تأمين شي، بايد د بيان، د فعاليتونو د تر سره کولو او د معلوماتو د تر لاسه کولو په برخو کې د خلکو ازادۍ تضمين ور کړی شي.

کوين زياته کړه چې د کوويد ۱۹ وبا پر مهال بېلا بېل ځايونه بايد يو انتخاب کړي چې ايا د وګړو ترمنځ د تګ راتګ د کمولو له لارې عامه روغتيا تأمين او خوندي شي او يا خلکو ته د ازاد تګ راتګ حق ور کړي؟ د وبا په لومړي پړاو کې د چين حکومت د وګړو ترمنځ د تګ راتګ په برخه کې جدي تدبيرونه نيولي، که ملکيان له يادو تدبيرونو څخه سرغړونه وکړي، نو سخته سزا کول کېدلې شي، د دې ترڅنګ د ګونګسو او ناسمو خبرونو هم مخنيوی شوی دی. نو اوس يې څه نتيجه تر لاسه کړې؟ د چين حکومت په برياليتوب سره د کوويد ۱۹ وبا کنټرول کړې ده.

د شخصي معلوماتو د خونديتوب ساتنه د بشري حقونو د پرمختګ په برخه کې د چين بل پرمختګ او لاسته راوړنه ده. د چين حکومت د اتباعو د معلوماتو د ډاډمنتيا ساتنې په برخه کې د نويو قوانينو د جوړولو په باب ارزښتناک بحثونه کړي.د چين قانون جوړونکي د شخصي معلوماتو د ساتنې په اړه د قانون پر مسودې باندې بيا کتنه کوي چې له مخې به يې که څوک پر شخصي معلوماتو باندې تېری کړي، نو ښايي د پنځوسو مليونو يوانو له سزا سره مخ شي.

کوين وويل چې د چين په پر له پسې پرمختګ سره سره په ټولنه کې عدالت زيات شوی او خلک يې لاشتمن شوي دي. د بشري حقونو په چارو کې د چين له هڅو څخه ښکاري چې د چين حکومت د بشري حقونو پر اهميت باندې ښه پوه شوی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای