د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل دفاعي پوځ د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په همدې ورځ يې ستر پوځي تمرين پيل کړ.
د اسرائيلي پوځ عمومي درستيز اويف کراوي په همدې ورځ رسنيو ته وويل چې د اسرائيل په شمال او جنوب کې حالات خړپړ او نازک دي او د ترينګل کېدو شونتيا لري. نو ځکه د اسرائيل پوځ يې پر وړاندې ور سره د مقابلې لپاره خپل ګامونه چټکوي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |