CRI Online

د پاکستان په جنوب لويديځ کې بمي بريد ۳ تنه ووژل

cri     (GMT+08:00) 2020-10-26 10:04:42

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان په جنوب لويديځ بلوچستان ايالت کې د اکتوبر د ۲۵مې نېټې په مازديګر يو بمي بريد ۳ تنه ووژل او ۷ تنه نور يې ټپيان کړل. 

ځايي رسنيو د پوليسو په قول خبر ورکړ چې د بلوچستان ايالت د مرکز کوټې د هزارګنحي سيمې په يو بازار کې موټرسايکل بم چاودنه شوې چې له امله يې يو موټر او څو دکانونه ويجاړ شوي دي. تر اوسه هېچا د دغه بريد پړه پر غاړه نه ده اخيستې. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای