CRI Online

د افغانستان د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د القاعدې يو لوړ پوړی قوماندان وواژه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-26 10:07:19

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان د ملي امنيت ادارې د اکتوبر د ۲۴مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره څرګنده کړه چې د دغه هېواد د ملي امنيت ځواکونو د غزني ولايت په ځانګړو عملياتو کې د القاعدې لوړ پوړی قوماندان ابو محسن المصري وواژه.

ابو محسن المصري يو مصري و چې د القاعدې دوهم مشر بلل کېده او امريکا پرې تورو لګولي وو چې بهرنيو ترهګرو ته يې مالي مرستې برابرولې او امريکايان يې وژلي دي. 

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای