CRI Online

د سوډان او اسرائيل به رسمي اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ پيل کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-26 10:19:51

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د سوډان خارجه وزارت د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دغه هېواد او اسرائيل ترمنځ به اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ او راکړې ورکړې په رسمي توګه پيل شي.

د دغې اعلاميې له مخې، سوډان او اسرائيل د خپلمنځي دښمنۍ د پای ته رسولو، د دوه اړخيزو اړيکو د عادي کېدو او خلکو ته د ګټو رسولو په موخه د اقتصادي او سوداګريز تګ راتګ د پيل کولو پرېکړه وکړه. د دواړو هېوادونو پلاوي به په راتلونکو څو اوونيو کې د کرنې، سوداګرۍ، اقتصاد، ملکې هوايي چارو او کډوالو په شمول څو برخو کې د همکارۍ تړونونه لاسليک کړي. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای