امريکا، ارمنستان او اذربايجان د اکتوبر په ۲۵مه نېټه د يوې ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې په ناګورنو قرباغ سيمه کې د ارمنستان او اذربايجان تر منځ اوربند د روانې مياشتې د ۲۶مې نيټې د سهار له اتو بجو څخه نافذ شي.
د امريکا خارجه وزارت په همدې ورځ د دريو هېوادونو د ګډې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو مرستيال وزير سټيفين بيګون د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د ارمنستان د بهرنيو چارو له وزير زوهراب ميناتاکانيان او د اذربايجان د بهرنيو چارو له وزير جيحون بارياموف سره خبرې اترې وکړې. د ارمنستان او اذربايجان د بهرنيو چارو وزيرانو پر دې ټينګار وکړ چې دواړه هېوادونه به د اوربند تړون عملی کړي او د نوې دورې بشري اوربند به د ۲۶مې نيټې د سهار له اتو بجو څخه نافذ شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |