CRI Online

په سوريه کې به د دغه هېواد د کډوالو د مسئلې په هکله نړيواله غونډه تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-26 16:10:09

د سوريې د صدراعظم مرستيال او خارجه وزيرواليد المعليم د اکتوبر په ۲۵مه نېټه وويل چې سوريې پريکړه کړې ده چې په نومبر مياشت کې د دغه هېواد د کډوالو په هکله نړيواله غونډه تر سره کړي چې بير ته وطن ته د دغو کډوالو د ستنېدو د مسئلې په هکله به بحث وکړي.

د سوريې د مسئلې په هکله د م م د سرمنشي ځانګړي استازي ګير پيديرسين د اکتوبر په ۲۴مه نېټه د سوريې پلازمينې دمشق ته ورسيد. د سوريې د خبري اژانس د خبر له مخې، واليد المعليم په همدې ورځ په دمشق کې له پيديرسين سره د ليدنې په وخت کې وويل چې د سوريې حکومت پريکړه کړې ده چې د نومبر په ۱۱او ۱۲مه نېټه د سوريې د کډوالو په هکله نړيواله غونډه تر سره کړي. هغه د غونډې د تفصيل په هکله مالومات ورکړل او پر لويديځو هيوادونو يې انتقاد وکړ چې بير ته وطن ته د سوريې د کډوالو د ستنېدو په چارو کې يې خنډونه جوړ کړي او د بشري مسئلې د سياسي کيدو عمل يې تر سره کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای