CRI Online

د شينجيانګ د الا غره له بندر څخه په نړيوالې انلاين سوداګرۍ کې د صادرېدونکو بکسونو شمېر له ۴۲ مليونو څخه زيات دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-26 16:18:11

د روان کال له پيل راهيسې د شينجيانګ د الاشان غره بندر له لارې د نړيوالې انلاين سوداګرۍ اندازه په پر له پسې ډول زياته شوې ده. د اکتوب تر ۲۶مې نيټې پورې د الا غره د بندر له لارې د نړيوالې انلاين سوداګرۍ صادرېدونکو بکسونو شمېر له ۴۲ مليونو څخه زيات شوی دی چې ارزښت يې له يو ميليارډ يوانو څخه هم اوښتی دی. په صادرېدونکو توکو کې په عمده توګه نانځکې، لباسونه، بوټونه، بېلا بېل پلاستيکي توليدات شامل دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای