CRI Online

انټونيو ګوټرس له نړيوالې ټولنې څخه د عام توليد په توګه د کورونا ويروس ضد واکسين د وړاندې کولو غوښتنه وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-10-26 18:02:52

د سینهوا خبري اژانس د خبر له مخې، د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرس د اکتوبر په ۲۵ مه نېټه د ۲۰۲۰ کال د روغتيا نړيوالې سرمشريزې غونډې ته په وينا کې وويل چې نړيواله ټولنه دې د کورونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي او د عام توليد په توګه دې د کورونا ويروس ضد واکسين برابر کړي.

ګوټرس په خپله وينا کې وويل چې نړۍ د کورونا وبا پر وړاندې وړاندې له روانې مبارزې څخه ډېرې تجربې او درسونه ترلاسه کړي، لومړی درس يې دا دی چې د دې مبارزې لپاره مو چمتوالی کافي نه دی او بل يې دا دی چې انسانان د دې ستونزې د هوارولو وړتيا لري، که موږ ساينس ته درناوی وکړو او يو موټی شوو، نو په دې مبارزه کې به بريا وګټو. نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې خپلمنځي همکارۍ دې لاپياوړې کړي او د عام توليد په توګه دې د کورونا ويروس ضد واکسين وړاندې کړي څو له دغه واکسين څخه هرکس ګټه اخيستلای شي.

د روغتيا روانه نړيواله سرمشريزه غونډه درې ورځې دوام لري او د ډېرو هېوادونو او سيمو د حکومتي مامورينو، کارپوهانو او د ټولنې د بېلابېلو برخو استازو په ګډون څه باندې ۳۰۰ مېلمنو پکې ګډون کړی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای