CRI Online

چين به پر تايوان سيمې د وسلو د پلورلو په اړه د امريکا پر تصديو بنديز ولګوي.

cri     (GMT+08:00) 2020-10-27 09:52:30

د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۶مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې څرګنده کړه چې چين د خپلو ملي ګټو د ساتلو لپاره پرېکړه کوي چې د امريکا لخوا پر تايوان سيمې د وسلو په پلورلو کې د لوکهيد مارتين (Lockheed Martin Space Systems Company یعنې LMT)شرکت په شمول پر ځينو تصديو، ارګانونو او کسانو بنديزونه ولګوي.

هغه په دې اړه وويل چې د امريکا لخوا پر تايوان د وسلو پلورل د يو چين د پېژندلو له اصولو او د چين او امريکا ترمنځ له ۳ ګډو اعلاميو څخه ستوغه سرغړونه ده او د چين حاکميت او امنيتي ګټې زيانموي. چين له دې سره مخالفت او د دغو کړنو سخته غندنه کوي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای