د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د خارجه وزارت وياند جاو لي جيان د اکتوبر په ۲۶مه نېټه څرګنده کړه، چين امريکا ته د ځواب ورکولو لپاره په خپل هېواد کې د امريکا نشراتي شرکت(ABC)، د لوس انجليس ټايمز ورځپاڼې(Los Angeles)، د مينيسوتا عمومي راډيو(Minnesota Public Radio)،د امريکا د ملي چارو بيورو(BNA,Bureau of National Affairs)، د نيوزويک مجلې(Newsweek)، د امريکا د ځانګړو خبرو اژانس له فرعي څانګو څخه غوښتنه کوي چې په راتلونکو ۷ ورځو کې د خپلو کارکوونکو، مالي او سوداګريزو چارو او غير منقولو شتمنيو په اړه کتبي معلومات د چين اړوندو ارګانونو ته وړاندې کړي.
نوموړي په دې اړه وويل چې چين په مجبوريت سره امريکا ته د ځواب ورکولو لپاره يادې پرېکړې وکړې او بيخي د خپلو حقه حقوقو د ساتلو لپاره دي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |