برېتانوي نشراتي شرکت (BBC) د اکتوبر په ۲۵مه نېټه خبر ورکړ چې د سوداګريز تړون په محور د برېتانيا او اروپايي ترمنځ د راتلونکو اړيکو خبرې اترې چې د اصلي پلان له مخې بايد د روانې مياشتې په ۲۵مه نېته ختمې شوای وي، بيا اوږدې شوې دي.
له پلان سره سم يادې خبرې اترې ښايي له ۲۲مې نه تر ۲۵مې نېټې په لنډن کې تر سره شوې واې، خو ۲۸مې نېټې ته به اوږدې شي او بيا په ۲۹مه نېټه په بروکسيل کې دوام ولري. د برېتانيا د شمالي ايرلنډ چارو وزير برندون ليويس څرګنده کړه چې د خبرو اترو اوږېدل د تړون د لاسليک يوه ډېره ښه نښه ده.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |