CRI Online

د يو کمربند او يوې لارې د بدنامولو امريکايي سياستوال خپل ځانونه سپک کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-27 15:53:06

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو پر ځايي وخت د اکتوبر په ۲۵مه نېټه هند، سريلانکا، مالديو او اندونيزيا ته په سفرونو پيل وکړ. ځيني څېړونکي په دې نظر دي چې د چين پر ضد د مبارزې لپاره له امريکا سره د دغو هېوادونو د همکارۍ پارول د ده د دغو سفرونو اصلي هدف دی. په دې وروستيو کې په زياتو نړيوالو مواردو کې د مايک پومپيو له څرګندونو څخه ليدل کيږي چې پر چين تور لګول د ده د خوښې او علاقې محتويات دي. د نوموړي دغه کړه وړه د نړيوالې ټولنې له انزجار سره مخ دي چې د يو کمربند او يوې لارې په اړه يې د درواغو د خپرولو په وسيله د اړوندو هېوادونو او چين ترمنځ د همکاريو د مخنيوي لپاره هڅې کړې. له حقيقت څخه څرګنديږي چې د پوميو اختلاف او درز اچوونکی اقدامات ناکامه او بې ځايه دي او د ده د (( دروغ ديپلوماسۍ )) يوه نمونه بلل کيږي.

يو کمربند او يوه لاره د چين له خوا د نړيوالې ټولنې لپاره نړيوال عامه خدمت او توليد دی. د روان کال تر مې پورې ۱۳۸ هېوادونو او ۳۰ نړيوالو سازمانونو له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په اړه ۲۰۰ همکاريز سندونه لاسليک کړي دي. خو د سړې جګړې نظريه لرونکي امريکايي سياستوال د دغه خدمت او توليد په اړه بخيلانه رويه لري او د تش په نوم پورونو لومې په اړه يې دروغ جوړ کړي، څو د نړيوالې همکارۍ فرصت ويجاړ کړي. د امريکا د ولسمشريزو ټاکنو په درشل کې دغه مزخرف الفاظ يو ځل بيا د ځينو امريکايي سياتوالو له خوا استعمال شوي.

مايک پومپيو په دې وروستيو کې له اروپا څخه د ليدنې او په زياتو نړيوالو غونډ کې د ګډون په ترڅ کې اړوندو هېوادونو ته ګواښ کړی چې چين د پورونو په وسيله د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو پر غاړه د پورونو سويه لوړه کړې او دغه هېوادونه يې په لومه کې بند کړي. خو د ده خبرې د اړوندو هېوادونو له خوا رد شوې. د کرواتيا صدراعظم انديرج پلينکويچ (Andrej PLENKOVIĆ) د روانې مياشتې په پيل کې له پومپيو سره په کتنه کې د يو کمربند او يوې لارې ستاينه وکړه او و يې ويل، چې چين د ښه تدبير لرونکی هېواد دی او د منځنۍ او ختيخې اروپا له هېوادونو سره د اړيکو، سياسي ډيالوګ او اقتصادي چوکاټ د ساتلو شکل يې جوړ کړی. د سريلانکا ولسمشر ګوتبهيا راجاپکسا (Gotabhaya Rajapaksa) په دې وروستيو کې وويل، چې هغه خبره ناسمه او رښتينې نه ده چې تش په نوم چين د سريلانکا د کنترول لپاره د پورونو لومه جوړه کړې. چين د سريلانکا د بنسټيزو تأسيساتو د پرمختګ لپاره ستر خدمتونه کړي دي.

ايا د يو کمربند او يوې لارې په ابادۍ کې برخوال هېوادونه د پورونو په لومه کې لويدلي؟ حقيقت تر ټولو ښه ځواب دی. چين د دغه پېشنهاد له وړاندې کولو وروسته تل د متقابل درناوي، مساوات او ګډو ګټو پر بنسټ له پراخو پرمختيايي هېوادونو سره همکارۍ کړې او تر خپلې وسې پورې يې له دغو هېواودنو سره پرته له کوم سياسي شرطه مرستې کړې چې له امله يې په دغو هېوادونو کې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ او د خلکو د ژوند ښه والی رامنځته شوی. د شمېرنې له مخې، د اړوندو سيمو او هېوادونو په پورونو کې د چين د همکاريزو پروژو په اړه د پورونو ونډه کوچنۍ ده او هيڅ هېواد له چين سره د همکارۍ له امله د پورونو په لومه کې نه دی بند شوی.

د پيسو د نړيوال صندوق د شمېرنې له مخې، د ۲۰۱۹ کال تر پايه پورې ۴۰سلنه افريقايي هېوادونه د پورونو په پنجو کې بند شوي، خو د امريکا او اروپا بانکونه او تصدۍ د يادو زياتره هېوادونو پور ورکوونکي دي. د زيمبابوې ((هيرالډ)) ورځپاڼې (The Herald) دې ته اشاره کړې چې امريکا د پورونو د لومې بنسټګر دی.

اوس د کوويډ-۱۹ وبا له امله نړيوال اقتصاد له سختو حملو سره مخ دی او د زياتو هېوادونو پر اوږو باندې د پورونو بار دروند شوی. چين له پرمختيايي هېوادونو سره د مرستو لپاره د شلو هېوادونو ډلې له خوا وړاندې شوي د پورونو د کمولو او سپکولو په پلان کې د فعال ګډونوال رول لوبولی او د وبا د منفي اغېزو د مخنيوي په برخه کې به له ۷۳ بې وزلو هېوادونو سره مرستې وکړي. د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې په ځينو بهرنيو هېوادونو او چارو کې په تيره بيا د يو کمربند او يوې لارې په اړوندو هېوادونو کې د چيني تصديو پانګونې زياتې شوې. له دې څخه څرګنديږي چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د پورونو لومه نه ده بلکې د پرمختګ فرصت دی.

د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د نړۍ لپاره څه معنا لري؟ د تېرو ۷ کلنو په عملونو کې ځواب موندلی شو. د چين د بدنامولو لپاره د مايک پومپيو په شمول د ځينو امريکايي سياستوالو ټولې هڅې ناکامې او بې ځايه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای