د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان د اکتوبر په ۲۷مه نېټه يوه تازه شمېره خپره کړه چې له مخې يې په نړۍ کې ۴۳ ميليون، ۳۴۱ زره او ۴۵۱ تنو ته رسېدلی دی.
د يادې شمېرې له مخې، د منځنۍ اروپا په وخت د اکتوبر د ماسپښين تر ۳ بجو ۱۱ دقيقو پورې، په نړۍ کې پر کوويد-۱۹ د اخته کسانو شمېر د تېرې ورځې په نسبت ۳۵۷ زره، ۷۰۴ تنه زيات شوی او عمومي شمېر يې ۴۳ ميليون، ۳۴۱زره او ۴۵۱ تنو ته رسېدلی دی. په همدغه ورځ د دغه ويروس له امله ۴۶۲۴ تنه مړه شوي او عمومي شمېر يې ۱ ميليون، ۱۵۷ زره او ۵۰۹ تنو ته رسېدلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |