CRI Online

د روسيې او ترکيې ولسمشرانو ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-10-28 11:25:07
د روسيې او ترکيې ولسمشرانو ټليفوني خبرې وکړې

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په ټليفوني خبرو کې د سوريې وضعيت په شمول د ځينو مسئلو په اړه بحثونه وکړل.

کرملين ماڼۍ په همدې ورځ په خپله ويبپاڼه کې يوه اعلاميه خپره کړه چې له مخې يې پوتين او اردوغان د سوريې مسئلې په برخه کې د خپلمنځي همکارۍ په هکله بحثونه وکړل. دواړو خواوو پر دې ټينګار وکړ چې د سوريې د ادليب سيمې او د يوفرات سيند په ختيځ کې د وضعيت د ارامولو لپاره بايد اړوند تړونونه تطبيق شي. برسيره پر دې، دوی د استانې بهير په چوکاټ کې د سوريې مسئلې د سياسي حل په اړه د نظريو تبادلې وکړې. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای