CRI Online

د چين په کليوالو سيمو کې د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې د ليدو وړ پرمختګ موندل شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-28 14:55:05

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د اکتوبر په ۲۷مه نېټه په يوه خبري ناسته کې، د چين د کرنيزو او کليوالو چارو وزارت خبر ورکړ چې د چين کمونېست ګوند مرکزي کمېټې د دغه هېواد د ديارلسم پنځه کلن پلان په موده کې کرنيزو او کليوالو چارو ته د لومړيتوب ورکولو لايحه وټاکله او د کليوالو سيمو د سمسورتيا په باب يې سترې او مهمې ستراتيژۍ ټاکلې، نو په اړوندو ساحو کې د ليدو وړ او بې ساری پرمختګ موندل شوی دی.

د دغه وزارت معين ليو هوان شين په دغه ناسته کې وويل، چې په ۲۰۱۹م کال کې په چين کې د غلو دانو د توليد عمومي اندازه ۶۶۰ ميليونو ټنو ته رسېدلې چې دغه شمېر تاريخي ريکارډ جوړ کړی. د هر چينايي پر سر د غلو دانو اندازه له ۴۷۰ کيلوګرامو څخه زياته ده چې دغه شمېر د غلو دانو د تاميعن له سويې څخه زيات دی. نوموړي زياته کړه چې اوس له ۲۰۲۱م کال څخه تر ۲۰۲۵ کال پورې د چين د څوارلسم پنځه کلن پلان په چوکاټ کې د کرنيزو او کيلوالو چارو د پرمختګ لايحه د طرحه کېدو په حال کې ده او په راتلونکې کې به يو لړ بنسټيز، دايمي او سترايژيکې پروژې پلې شي.( غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای