CRI Online

د چين خارجه وزارت: د چين لخوا د بهرنيو پانګو د راجلبولو اندازې له بيا زياتوالي څخه د بهرنيو پانګه اچوونکو باور او د چين پرمختيايي لاسته راوړنې څرګندېږي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-29 10:27:29

د م م د سوداګرۍ او پرمختګ غونډې د اکتوبر په ۲۷مه نېټه د يو رپوټ په خپرولو سره خبر ورکړ چې د روان کال په لومړۍ نيمايي کې په ټوله نړۍ کې د بهرنيو پانګو د راجلبولو اندازه د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۴۹٪ کمه شوې، خو د چين لخوا د راجلب شويو بهرنيو پانګو پيمانه لا هم ساتل شوې ده. د روان کال په لومړيو درېيو ربعو کې د چين لخوا د بهرنيو پانګو د راجلبولو په اندازه کې بيا ۲.۵٪ زياتوالی راغلی دی. د چين د خارجه وزارت وياند وانګ ون بين د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې په دې اړه څرګنده کړه، له ياد زياتوالي څخه د چين پر راتلونکي پرمختګ د بهرنيو پانګه اچوونکو باور څرګندېږي چې دا هم د چين لخوا د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې ته د دوام ورکولو يوه ښه پايله ده.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای