CRI Online

د چين راتلونکی پرمختګ به پر علمي خپلواکۍ اتکا وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 09:31:08

د چين کمونېست ګوند د ۱۹م مرکزي کمېسيون ۵مه عمومي غونډه د اکتوبر په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې پر دې ټينګار شوی چې نوښتي چارې بايد د چين د عصري کېدو د ابادۍ په حالت کې مرکزي رول ولري، د علمونو او تکنالوژۍ چارو قوي پرمختګ دې د دولتي پرمختګ پر ستراتيژۍ بدل شي او د علم او تخنيک په برخه کې د غښتلي هېواد د ابادۍ ګامونه دې چټک شي.  

د دغې غونډې له مخې، د هېواد نوښتي سيستم دې بشپړ شي، د هېواد علمي او تخنيکي ځواکونه دې پياوړي شي، د تصديو لخوا د تکنالوژۍ نوښتي توان دې لوړ شي، زيات بااستعداده کسان دې وروزل شي او د علمي نوښت ميکانيزم دې بشپړ شي. د ملي اقتصاد عمده خوځنده ځواک دې د واقعي اقتصادي چارو پرمختګ وي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای