د چين د کمونېست ګوند د ۱۹م مرکزي کمېسيون په ۵مه غونډه کې چې د اکتوبر په ۲۹مه نېټه پای ته ورسېده، وړانديز شوی چې چين بايد د امنيت په پام کې نيولو سره پرمختګ وکړي. امنيتي چارې دې د دولتي پرمختګ په بېلا بېلو برخو او ټول بهير کې ځای ولري، د عصري کېدو په بهير کې دې هر ډول خطرونه ليرې شي، د هېواد امنيتي سيستم دې پياوړی شي، د ملي اقتصاد پرمختګ، د خلکو ژوند او ټولنيز ثبات دې خوندي وساتل شي.
د دې تر څنګ دې د ملي دفاعي چارو او د پوځ عصري کېدو بهير چټک شي، د ملي حاکميت، امنيت او پرمختيايي ګټو د ساتلو توان دې پياوړی شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |