CRI Online

چين د باکيفيته پرمختګ مرحلې ته ننوتلی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 09:40:18

د چين کمونېست ګوند د ۱۹م مرکزي کمېسيون پنځمه عمومي غونډه د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. د دغې عمومي غونډې له مخې، چين چې د باکيفيته پرمختګ مرحلې ته ننوتلی، پر خپلې ستراتيژۍ بايد ټينګار وکړي او خپل کارونه دې په ښه توګه تر سره کړي.

په دغه غونډه کې تر ۲۰۳۵ کال پورې د معاصر سوسياليزم بهير د پوره کولو په اړه ليرې موخه ټاکل شوې ده چې له مخې به يې د هېواد اقتصادي، علمي او عمومي ملي ځواک تر زياتې اندازې پورې پياوړی شي، اقتصادي اندازه او په ښارونو او علاقه داريو کې د هر اوسېدونکي پر سر منځني عايد نوې سويې ته زيات شي، د نوښتي هېوادونو په ليک کې شامل شي، معاصر اقتصادي سيستم پوره شي، د هېواد د اداري سيستم او اداري توان معاصر کېدل بشپړ شي، په دولتي چارو کې د خلکو د مساوي ګډون او پرمختګ حقونه تضمين شي، د کلتور، ښوونې، د بااستعدادو کسانو د روزلو، سپورټ او روغتيا په برخو کې قوي هېواد وګرځي، لوړې څوکې ته تر رسېدو وروسته د شنو خونو ګازو د ايستلو اندازه ګام په ګام ثابته او کمه کړي، چاپېريال بيخي ښه کړي، د ښکلي چين د ابادۍ موخه تر سره کړي، د اصلاحاتو او ورخلاصون نوی حالت رامنځته کړي، په نړيوالې اقتصادي همکارۍ او سيالۍ کې د چين توان پياوړی کړي او د کورني توليد عمومي ارزښت د منځني عايد لرونکو هېوادونو سويې ته ورسېږي. 

( سپوږمۍ) 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای