CRI Online

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه پای ته ورسېده

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 09:40:20

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه پای ته ورسېده

د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه د اکتوبر له ۲۶مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ د ۱۴م پنځه کلن پلان او تر ۲۰۳۵ کال پورې د پرمختګ موخې د ټاکلو وړانديزونه له ارزونې وروسته تصويب شوي، د راتلونکو ۵ کلونو لپاره د چين د پرمختګ لاره تاييده شوې او د دايمي پرمختګ لار نقشه وټاکل شي.

د چين دولتي شورا به د ياد وړانديز له مخې د ۱۴م پنځه کلن پلان مسوده جوړه او په راتلونکي ۲۰۲۱ کال کې به د چين د ملي ولسي کانګرس لخوا تر تصويبېدو وروسته په راتلونکو ۵ کلونو کې د چين پرمختګ د لارښوونې سند وګرځي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای