د چين د کمونېست ګوند د نولسمې مرکزي کمېټې پنځمه عمومي غونډه د اکتوبر په ۲۹مه نېټه په بېجينګ کې پای ته ورسېده. په دغه غونډه کې وويل شول، چې چين به د خلکو د ژوند سويې د لوړولو لپاره خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي، په ټولنيزو چارو کې د خلکو د ونډې اخيستنې، ادارې او ګډ برياليتوب په اړه به نظام به بشپړ کړي او ګډې شتمنۍ به وهڅوي. برسيره پر دې، چين به روزګار پيدا کولو ته لومړيتوب ورکړي، باکيفيته ښوونيز سيسټم به جوړ او د بېلا بېلو کچو ټولنيز تضمين سيسټم به بشپړ کړي او د نفوس د زړېدو تر څنګ به دولتي تکنالوژۍ فعالې وساتي او تطبيق به يې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |