CRI Online

د امريکا بېلا بېلو ټولنو د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې په روانه مبارزه کې د حکومت غلطۍ ومنلې او منعکس يې کړې،خو امريکايي سياستوال لاهم خپل ناسم چلند نه مني

cri     (GMT+08:00) 2020-10-30 14:36:32

په امريکا کې پر کوويد ۱۹ د اخته کسانو شمېر تر دې دمه له اته مليونو او اته لکو تنو څخه اوښتی او د مړو شمېر يې له دوو لکو او شلو زرو تنو څخه زيات شوی دی. تېره اوونۍ په امريکا کې د تېرې اوونۍ په مسلسلو دوو ورځو کې پر کوويد ۱۹ د نويو اخته کسانو ورځنی شمېر له اتياوو زرو څخه زيات و. د امريکا حکومت د دې ويروس د مخنيوي او کنټرول په برخه کې پاتې راغلې دي. په دې وروستيو کې د دغه هېواد بېلا بېلو ټولنو د دې ويروس پر وړاندې روانه مبارزه کې خپلې غلطۍ منعکس کړې، خو امريکايي سياستوال يې لاهم نه مني او خپله پړه پر نورو اچوي او بې ځايه تورونه پرې نه کوي.

د امريکا د فلمونو مشهور ډايرکټر اليکس ګيبني يو مستند فلم جوړ کړی او په دې وروستيو ورځو کې يې بازار ته وړاندې کړی دی،دغه فلم صحنه ښيي چې د امريکا حکومت د کوويد ۱۹ وبا پر وړاندې روانه مبازره کې ډېرې تېروتنې کړې دي. د دې ترڅنګ دغه فلم له طبي کارپوهانو، حکومتي چارواکو او داوطلبانو سره د مرکې له لارې د دې ويروس پر وړاندې د امريکا د حکومت کمزوری توان په ګوته کړې او دا يې په امريکا کې د کوويد ۱۹ وبا د دوام عمده لامل بللی دی.

د دې ترڅنګ د نيويارک ايالت مشر اندريو کومو څه موده دمخه (د امريکا بحران ) په نوم نوي کتاب کې د ځايي حکومت د مشر په توګه په دې ايالت کې د دې ويروس د وبا بهیر ياد کړی او دې ته يې اشاره کړې چې د امريکا فدرالي حکومت بايد په دې مبارزه کې د نيويارک ايالت د ستونزو د شتون پړه پر غاړه واخلي. هغه د امريکا پر حکومت انتقاد کړی چې پر له پسې توګه يې پر چين او د روغتيا پر نړيوال سازمان تورونه لګولي دي. هغه دا هم ويلي چې کوويد ۱۹ ويرس له چين سره هېڅ تړاو نه لري. په عين وخت کې هغه په دې مبارزه کې د چين لاسته راوړنې هم ستايلې دي او له چين څخه يې ډېره مننه کړې چې په ستونزمن وخت کې يې امريکا ته ګڼ شمېر طبي توکي ليږلي دي.

له ياد مستند فلم او نوي کتاب څخه دا حقيقت ښکاري چې د امريکا حکومت ته سياسي ګټې د نورو په پرتله لا مهمې دي او دا د کوويد ۱۹ پر وړاندې روانه مبارزه کې د امريکا د اوسني حکومت مفکوره ده.

د امريکا د روغتيا څيړنيز انسټيټيوټ پخواني چارواکي ريک بريټ خبرداری ور کړی چې امريکا د تاريخ په تياره ژمي کې ده.امريکا به پر کوم لوري روانه شي او کله به د ساينسي لارو چارو په مټ د کوويد ۱۹ پر وړاندې مبارزه وکړي ؟ امريکايي سياستوال څنګه د امريکايانو دغو پوښتنو ته څه ځوابونه لري؟ ايا دوی يوازې د خپلو ګټو د لټولو په هڅه کې دي، ايا دوی به خپلې تېروتنې ومنئ؟

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای